د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د غزني پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول

1405/8/11 13:46
Mumtaz خبرونه

د غزني پوهنتون لیلیې ته خوراکي توکي ولېږدول شول
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، د غزني ولایت پوهنتون د زدکړیالانو او استادانو لیلیې ته د اړتیا وړ خورکي توکي ولېږدول.
 
د غزني ولایت د ارزاقو مدیر د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې وریجې، غوړي، خام نخود، د خوړو مالګه، بوره، شین چای، د چای هېل، وطنۍ زیره، د وریجو مساله، د قورمې مساله، رُب او رنګ شیرین شامل دي.
 
 د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه ارزول کېږي.