د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له شېرخان بندر څخه لیدنه وکړه
د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له شېرخان بندر څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان او ورسره مل پلاوي په کندز ولایت کې له شېرخان بندر څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د شیرخان بندر په افسوټر څانګه کې د شته ستونزو د حل او همدارنګه د اړوندو هټیو او تأسیساتو د ترمیم او بیارغونې په موخه ترسره شوه.
په پای کې ښاغلي عرفان د یادو ستونزو د حل لپاره د مناسبو لارو چارو پر موندلو او عملي اقداماتو ټینګار وکړ.