د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

1405/8/11 13:49
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال چې د څارنې او ارزونې رئیس مولوي اسدالله حلیم او د انسجام او همغږۍ رئیس مولوي عبدالله عبید یې ملتیا کوله، د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت له روانو چارو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
 
د لیدنې په پیل کې د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل د یاد امارتي شرکت د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
 
ښاغلي نبیل په ګمرکونو کې د یاد شرکت د څانګو فعالولو، د عوایدو راټولولو او د یوه کمپلکس د جوړولو په اړه خبرې وکړې؛ همداراز یې په یاد سکټور کې د پانګوالو او صنعتکارانو د فعالیتونو، د شرکت د مغازو او نورو اړوندو چارو په اړه هم جزئیات شریک کړل.
 
ورپسې، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یاد امارتي شرکت له لاسته‌راوړنو او ترسره شویو فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا ښه والي، اغېزمنتیا ترڅنګ یې د بنسټیزو پروژو او اساسي کارونو پر پلي کېدو او د شته ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
 
د لیدنې په پای کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت له تولیدي غرفو او امپوریم څخه لیدنه وکړه او د دغه شرکت تولیدات، لاسي صنایع او د بازارموندنې چارې یې له نږدې وارزولې.