د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته د یاد ریاست د دفتر رئیس مولوي سعیدالرحمن مظهري په مشرۍ، د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د څلورمې مادې د ښه تطبیق پر موضوع باندې بحث وشو.
همداراز د ناستې په لړ کې، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو، ملي بس، د غوښې او لبنیاتو برابرولو او د افغان تور امارتي شرکتونو پر ځینو موضوعاتو خبرې وشوې.
په پای کې د افسوټر امارتي شرکت د ۱۴۰۵ کال مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلان، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د اوبو او کانالیزاسیون پر موضوع د بحث ترڅنګ، پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحثونه ترسره شول.