د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې د برېښنا انرژۍ د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د مولوي احمد جان بلال وینا:
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې زرګونه کورنيو لپاره د برېښنا انرژۍ برابرولو او شبکې ظرفيت لوړاوي د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئيس مولوي احمد جان بلال وینا:
د لوی رب څخه شکر کوونکی يم، چې نن ننګرهار کې د برېښنا انرژۍ دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې ګډونوال يم.
هېواد د پرمختګ مسير طی کوي او ځان بسياينې لپاره برېښنا انرژۍ اساسي لومړيتوب دی؛ له بده بخته په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان د بنسټونو ودې او پراختيا په برخه کې ډېر کم کار شوی.
د هېواد ازادي تر قرباني هم لوړ ارزښت لرل او افغانان د تاريخ په اوږدو کې د تيري پر وړاندې کلک درېدلي او تاريخ پرې وياړي؛ نن اسلامي نظام حاکم دی او د ټولو وګړو لپاره د اساسي حقونو تأمين لپاره ژمنتيا لري او عملي ډګر کې يې دا هڅې ښودلې دي.
د هېواد د پرمختګ په بېلابېلو سکټوري برخو کې د متوازنې پراختيا په هدف ګڼې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي؛ شيخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه په ټوليز ظرفيت د برېښنا انرژۍ لمريزې دستګاه چارو بشپړېدو سره به ننګرهار کې د برېښنا انرژۍ ستونزې تر زياته بريده حل شي.
تېر کال کې د افغانستان برېښنا شرکت د خپلو شته امکاناتو او پانګونې له لارې د ۱۱۰۰ مېګاواټه برېښنا انرژي توليد تړونونه کړي، چې د يو شمېر پروژو عملي چارې دوام لري؛ د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین او تخنيکي ټيم د برېښنا شبکې تخنيکي ستونزو حل کې بېساري هلې ځلې کړي او سختو شرايطو کې يې هم درېغ نه دی کړی.
د پراختيايي پروژو جوړښتي اړينو توکو د توليد په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي؛ د سمنټو ګڼې فابريکې فعالې او يا هم د فعاليدو په حال کې دي او د سيخ توليد کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د صنعت د ودې پر مخ اساسي ستونزه د برېښنا انرژۍ کمښت دی؛ خو ډېر ژر به د سترو ملي پروژو چارو بشپړېدو سره دا ستونزه حل شي او په دې ډګر کې د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو څخه مننه کوم.