په ننګرهار ولایت کې د برېښنا انرژۍ برابرولو د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار وینا:
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې زرګونه کورنيو لپاره د برېښنا انرژۍ برابرولو او شبکې ظرفيت لوړاوي د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار وینا:
په تېرو شلو کلونو کې افغان ولس کلک مقاومت وکړ او د ا.ا.ا بيا واکمنېدو سره هېواد د ازادۍ روحيه په حقیقي ډول خپله کړه.
ننګرهار کې د برېښنا توليد او شبکې پياوړتيا برخه کې د پام وړ پروژې عملا تر کار لاندې دي؛ د ا.ا.ا رهبري د ولس خدمت لپاره شپه او ورځ چمتوالی لري او هره برخه کې خپلې ممکنه هڅې نه درېغوي.
ننګرهار کې د صنعت غوړېدنې، کډوالو مېشتېدو او نفوس تراکم له امله پر شبکې فشار زيات شوی او دا حالت ځوروونکی دی؛ د برېښنا ډاډمنو خدمتونو تأمين لپاره ګڼې پروژې تر کار لاندې دي. مونږ ډاډه يو، چې د ۵۰۰ کيلوولټ سترو پروژو چارو بشپړېدو سره به ستونزې حل شي.
د عزيزي ګروپ له رئيس سره مې په ځانګړې ليدنه کې د برېښنا توليد پر پروژو خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا توليد ژمنه به عملي کوي.