د امارتي شرکتونو لوي ریاست

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا انرژۍ برابرولو د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عملياتي رئيس انجنير صفي الله احمدزي وینا:

1405/8/11 14:01
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې زرګونه کورنيو لپاره د برېښنا انرژۍ برابرولو او شبکې ظرفيت لوړاوي د دوو پروژو ګټې اخيستنې مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عملياتي رئيس انجنير صفي الله احمدزي وینا:

زموږ باور دا دی، چې د ولسونو اعتبار يوازې د ژمنو له لارې نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د عملي کار، پروژو بشپړېدو او په ټوله کې د برېښنا خدمتونو ډاډمنتیا څخه ترلاسه کېږي.

د شيخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمرېزې دستګاه جوړول او  د هميشه بهار سب سټېشن سره نښلون او د ۳۰ مېګاواټه کپسټر بانک نصبول د ننګرهار لپاره د مهمو پروژو په ډله کې راځي؛ د هېواد برېښنا انرژۍ پياوړو خدمتونو برابرولو لپاره ګڼې پروژې تر کار لاندې دي، چې پر مټ به یې ټوليزه هوساينه او صنعتي وده رامنځته شي.

اوس مهال افغانسان کې شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د برېښنا خدمتونو ته لاس‌رسی لري؛ افغانستان د برېښنا باوري او ډاډمنو خدمتونو تأمين لپاره، ډېر کار ته اړتیا لري.
پنځه کال کېږي، چې هېواد کې بشپړ امنیت تأمین شوی او د پروژ تطبیق لپاره ښه فرصت لرو، پانګوال دې هم د هېواد پرمختګ کې ونډه واخلي؛ ننګرهار لپاره د دې فرصت پېدا شوی، چې د درونټې توليدي بند سربېره، له وارداتي برېښنا څخه هم برخمن وي.