د امارتي شرکتونو لوي ریاست

ننګرهار کې د برېښنا انرژۍ د برابرولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

1405/8/12 11:03
Mumtaz خبرونه

ننګرهار کې د برېښنا انرژۍ د برابرولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او د ګڼو مسؤولینو په شتون کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار او سرخ رود ولسوالۍ کې، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۳۴۰۰ کورنيو لپاره د برېښنا انرژۍ برابرولو او شبکې ظرفيت لوړاوي دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هېواد د پرمختګ په بېلابېلو سکټوري برخو کې د متوازنې پراختيا په موخه ګڼې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

ښاغلي بلال زیاته کړه چې په شيخ مصري سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه په ټوليز ظرفيت د برېښنا انرژۍ لمريزې دستګاه چارو بشپړېدو سره به ننګرهار کې د برېښنا انرژۍ ستونزې حل شي. 

همداراز مولوي احمدجان بلال د افغانستان برېښنا شرکت غوره فعالیت ته په اشارې سره وویل چې تېر کال یاد شرکت د خپلو شته امکاناتو او پانګونې له لارې د ۱۱۰۰ مېګاواټه برېښنا انرژي توليد تړونونه ترسره کړي، چې د يو شمېر پروژو عملي چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

ورپسې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار په خپلو خبرو کې وویل چې ننګرهار کې د برېښنا توليد او شبکې پياوړتيا برخه کې د پام وړ پروژې عملا تر کار لاندې دي او د ا.ا.ا رهبري د ولس خدمت لپاره شپه او ورځ چمتوالی لري.

ښاغلي همکار په ننګرهار ولایت کې د صنعت غوړېدل، د کډوالو مېشتېدل او د نفوس زیاتوالی پر شبکې د زیات فشار لاملونه یاد کړل او زیاته ېې کړه چې د ۵۰۰ کيلوولټ سترو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به تر ډېره بریده د برېښنا ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د شيخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمریزې دستګاه جوړول، د هميشه بهار سب سټېشن نښلون او د ۳۰ مېګاواټه کپسټر بانک نصبول د ننګرهار ولایت لپاره د برېښنا انرژۍ په برخه کې له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي.