د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د حیرتان له ریاست څخه لیدنه وکړه
د افسوټر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د حیرتان له ریاست څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر ټرانسپورټي او بارچالاني نړیوال امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې د یاد شرکت له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال ښاغلي عرفان د اداري چارو د ښه تنظیم، مسلکي معیارونو د رعایت، د کاري نظم د پیاوړتیا او د دغه ریاست د کاري وضعیت د تنظیم په موخه لارښوونې وکړې.
همداراز ښاغلي عرفان د ټرانسپورټ آمریت له فعالیتونو څخه د لیدنې پر مهال د بارچالانۍ، نقلیه وسایطو او اړوندو کاري موضوعاتو په اړه لازمې مشورې وړاندې کړې او د چارو د لا ښهوالي په موخه یې پر همغږۍ ټینګار وکړ.