د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افسوټر او استراس امارتي شرکتونو د مسؤولینو ترمنځ د همکارۍ غونډه وشوه

1405/8/12 13:49
Mumtaz خبرونه

د افسوټر او استراس امارتي شرکتونو د مسؤولینو ترمنځ د همکارۍ غونډه وشوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني ګډ سهامي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ډاکټر نظرمحمد عرفان او د استراس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي بسم الله مزاري ترمنځ د همکارۍ غونډه ترسره شوه.
 
د غونډې په ترڅ کې د بارچالانۍ، ترانسپورټي انتقالاتو او اړوندو خدمتونو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وشوې؛ همدارنګه دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او د ګډو اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د اړوندو امارتي شرکتونو ترمنځ د بارچالانۍ او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، همغږۍ او لا پیاوړتیا په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.