د کندز سپین زر سوداګریز او استوګنیز مرکز د پلي لارو د موزائیک کارۍ چارې پیل شوې
د کندز سپین زر سوداګریز او استوګنیز مرکز د پلي لارو د موزائیک کارۍ چارې پیل شوې
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د سوداګریز او استوګنیز مجتمع په بېلابېلو برخو کې بنسټیزو او زیربنایي چارو او د نورو ساختماني فعالیتونو ترڅنګ، د دې مجتمع د حلقوي سړکونو، داخلي لارو او مارکېټونو د پليلارو د موزائیککارۍ بهیر هم پیل شوی دی.
د دغې پروژې مسؤولین وایي چې اوس مهال د یاد سوداګريز مرکز په بېلابېلو برخو کې اساسي او بنسټیز کارونه په چټکۍ سره روان دي او د نورو ودانیزو فعالیتونو ترڅنګ، د یاد مرکز د حلقوي سړک او د مارکېټ شاوخوا د پليلارو د موزاییک کارۍ چارې هم پیل شوي دي.
همدارنګه د کندز اوسېدونکو د سپین زر امارتي شرکت د پراختیايي، بنسټیزو، سوداګریزو او د کارموندنې پروګرامونو هرکلی کوي او وایي چې د دغه شرکت د لویو پروژو پلي کېدل په دې ولایت کې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره نوې زمینه برابره کړې ده.