د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت د کاري بهیر د ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه

1405/8/13 09:10
Mumtaz خبرونه

د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت د کاري بهیر د ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې مرستیال ملا عبدالرحمن رحماني او ورسره مل پلاوي د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت له روانو فعالیتونو او کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
 
په دې لیدنه کې چې د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو هم ګډون درلود، د یاد شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر نظرمحمد عرفان د روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو، شته فرصتونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
نوموړي څرګنده کړه چې د یاد امارتي شرکت د لا پیاوړتیا، ودې او پراختیا لپاره یې مشخصې موخې او کاري پلانونه تر لاس لاندې دي او هڅه کوي چې د اغېزمن مدیریت او منظم کاري بهیر له لارې د شرکت په فعالیتونو کې لا زیات پرمختګ رامنځته کړي.
 
ښاغلي عرفان زیاته کړه چې مسؤولیتونه امتیاز نه بلکې امانت دی او د همدې اصل پر بنسټ د یاد امارتي شرکت مسؤولین ژمن دي چې له ورسپارل شوي فرصت څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې سره د دغه شرکت د پیاوړتیا، اغېزمنتیا او دوامدارې ودې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
 
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو، ملکیتونو او پانګونې مرستیال د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت تاریخي قدامت او اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وویل چې یاد شرکت په کورنیو او نړیوالو ټرانزیټي او سوداګریزو فعالیتونو کې مهم او کلیدي رول لري؛ له همدې امله اړینه ده چې د خپلو شته ظرفیتونو او امکاناتو په اغېزمنې کارونې سره خپل اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه لا پراخ کړي.
 
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د هېوادوالو د قربانیو او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې په هېواد کې د یو بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت زمینه برابره شوې او دا وضعیت د هېواد د اقتصادي ودې، سوداګریزې غوړېدنې او خلکو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره فرصتونه برابر کړي دي؛ اړینه ده چې له شته فرصتونو څخه په مسؤولانه او اغېزمن ډول ګټه واخیستل شي.
 
ملا عبدالرحمن رحماني د افسوټر نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني امارتي شرکت له مسؤولینو وغوښتل چې د خپلو چارو په ترسره کولو کې د اصولو او مقرراتو رعایت، د شفافیت تأمین، د اداري او کاري پروسو اغېزمن تطبیق، د کاري نظم پیاوړتیا او له مراجعینو سره د غوره چلند اصل ته جدي پاملرنه وکړي.
 
په پای کې ښاغلي رحماني د دغه امارتي شرکت د غوره پرمختګ او پیاوړتیا لپاره د امارتي شرکتونو عمومي ریاست له اړخه د لازمې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.