د امارتي شرکتونو لوي ریاست

لغمان کې د ارزاقو مدیریت د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې

1405/8/13 12:15
Mumtaz خبرونه

لغمان کې د ارزاقو مدیریت د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د لغمان ولایت د ارزاقو مدیریت لپاره د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې اداري ودانۍ او د ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
دغه ودانۍ د یاد امارتي شرکت پر۴۸۰ متر مربع اړوند ځمکه د ۶ میاشتو په موده کې جوړېږي، چې په لومړي پوړ کې به یې ۱۶ هټۍ او په دویم پوړ کې به د اداري چارو لپاره درې خونې، یو تشناب او یو پخلنځی شتون ولري.
 
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د ارزاقو مدیریت اداري چارې په غوره توګه تنظیم او همدارنګه د هټیوالو لپاره به د کار زمینه هم برابره شي.