خوست کې د برېښنا د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
خوست کې د برېښنا د ۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د خوست مرکز او د یو شمېر ولسوالیو کلیو ته د برېښنا شبکو غځونې پنځو پروژو چارې په عملي ډول پیل شوې.
په دغو پروژو کې د خوست متون او منګل کوټ کلیو، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زنیخیلو او داخیو کلیو او صبریو ولسوالۍ ته د ۲۰ کېلوولټ شبکو غځونې چارې شاملې دي.
د یادو پروژو ټولیز لګښت ۳۷۷ میلیونه افغانۍ دی چې پر مټ به یې له اوو زرو زیاتو کورنیو ته برېښنا ووېشل شي او پر هستوګنیزو برخو سربېره به سوداګریزو او صنعتي برخو ته هم د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.
د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د شبکو غځونې متوازنې پراختیا ته ژمن دی او ټولو هېوادوالو ته د برېښنا رسونې او ملي شبکې بشپړتیا سترې موخې لپاره کار کوي.