ننګرهار کې به د نوي معیاري مسلخ د جوړولو چارې ډېر ژر پیل شي
ننګرهار کې به د نوي معیاري مسلخ د جوړولو چارې ډېر ژر پیل شي
د امارتی شرکتونو عمومی ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو(مسلخ) امارتي شرکت له لوري په ننګرهار ولایت کې د نوي معیاري مسلخ د جوړولو عملي چارې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د څارویو د حلالولو بهیر د معیاري روغتیايي اصولو سره سم تنظیم، د با کیفیته غوښې او د سیمې خلکو ته د معیاري چوپړتیاوو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د یاد مسلخ جوړېدل به د هېواد د مالدارۍ سکټور د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د امارتي شرکتونو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.