له صنعت کارانو سره د ستونزو حل او نویو فابریکو ته د برېښنا د وېش په موخه ناسته وشوه
له صنعت کارانو سره د ستونزو حل او نویو فابریکو ته د برېښنا د وېش په موخه ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مفتي امیرعبدالله جهاند او د عملیاتي چارو رئیس انجنیر صفي الله احمدزي په مشرۍ د کابل صنعت کارانو ټولنې مرستیال حاجي ظریف ګل ځدراڼ او لسګونو صنعت کارانو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې صنعت کارانو د کاري ساعتونو پر مهال دوی ته د منظمې برېښنا ورکړې، له پرچاویو وړاندې خبراوی، نویو فابریکو ته د برېښنا ورکړه کې همکاري او د عملیاتي ریاست له لوري د فابریکو له نږدې کتنې او ارزونې په ګډون خپل یو شمېر وړاندیزونه له عملیاتي او تجارتي رئیسانو سره شریک کړل، چې د مسؤولینو له لوري امکاناتو ته په کتو ډاډ ورکړل شو.
د مسؤولینو له لوري د افغانستان برېښنا شرکت پالیسۍ سره سم د برېښنا تعرفو تنظیم او وېش په اړه دوی ته لازمې سپارښتنې وشوې او اړوند اړخونه ورته روښانه شول، تر څو یې له مخې په ځانګړو شویو تعرفو د خپلو لګښتونو پیسې پر وخت تحویل کړي.
د ناستې پای کې د سوداګریزو چارو رئیس له لوري پر ټولو صنعت کارانو د برېښنا لګښت د پیسو پر وخت تحویلولو هم ټینګار وشو.