د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغانستان برېښنا شرکت د ساختماني چارو رئیس، کندهار کې له درېیو مهمو پروژو لیدنه وکړه

1405/8/14 09:20
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت د ساختماني چارو رئیس، کندهار کې له درېیو مهمو پروژو لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د ساختماني چارو رئیس مولوي حاجي محمد محمدي، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کانکریټي برېښنايي پایو جوړولو فابریکې د هنګر جوړولو او نصبولو، د احاطوي دېوال او اداري ودانۍ جوړولو پروژو له چارو لیدنه وکړه.
 
ښاغلي محمدي، د یادو پروژو د تطبیقي بهیر او کیفیت ارزونه وکړه او قراردادي شرکتونو ته یې سپارښتنه وکړه چې چارې د لاسلیک شویو قراردادونو، تخنیکي معیارونو او ټاکلي مهال‌وېش سره سم په ښه کیفیت بشپړې کړي.
 
همداراز محمدي په ځانګړي ډول د کانکریټي برېښنايي پایو جوړولو فابریکه مهمه او بنسټیزه پروژه وبلله او د هغې د چارو پر چټک او معیاري تطبیق یې ټینګار وکړ.