د افغانستان برېښنا شرکت له سویډني شرکت سره انلاین ناسته وکړه د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس او د IFS سويډني شرکت استازي ترمنځ، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د سافټویر او ډیجیټلي خدمتونو پراختیا په موخه انلاین ناسته وشوه. د دغې ناستې په پیل کې، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي ملا عبدالحق همکار د برېښنا سکټور خدمتونو په لا غوړېدا او روڼتیا کې د پرمختللو او ځيرکو سیسټمونو کارونه اغېزمنه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ نوي پرمختګونه کولای شي د پېرودونکو په رضایت کې مرسته وکړي. همداراز د IFS-Copperleaf سويډني شرکت استازي انډریو سدرلېنډ د خپل شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د برېښنا او صنعتي سکټورونو کې د مصنوعي ځیرکتیا سافټويرونو د پياوړې اغېزې په تړاو تفصیلي پریزنټېشن وړاندې کړ؛ ښاغلي سدرلېنډ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ياد شرکت د پروژو، تجربو او تخنیکي وړتیاوو په اړه هم خبرې وکړې. د ناستې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي همکاريو د تنظيم او په راتلونکې کې یې د ممکنه ګډو همکاریو ژمنه وکړه.