د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې ګډون وکړ

1405/8/16 13:37
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې ګډون وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست له لوري د ۱۴۰۵ کال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې ګډون کړی دی.
 
په دغه نندارتون کې یاد شرکت په ځانګړي غرفه کې د اصلاح شويو تخمونو بېلابېل ډولونه او لوړکیفیته کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د شرکت د ګډون موخه یوازې د خپلو محصولاتو نندارې ته وړاندې کول نه دي، بلکې د هېواد د کرنې پراختیا، له بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو او حاصلاتو زیاتوالي او د لوړ حاصل لرونکو اصلاح شويو تخمونو دودول په ګوته شوي دي.