د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د خوګياڼیو ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!

1405/8/16 13:53
Mumtaz خبرونه

د خوګياڼیو ولسوالۍ درنو اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت اړوند د سلام مخابراتي شبکې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې خپله نوې څانګه پرانېستله.
 
د یادې ولسوالۍ درانه اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام مخابراتي شبکې اړوند چوپړتیاوو ترلاسه کولو او د سیمکارتونو ستونزو د حل په موخه یادې څانګې ته مراجعه وکړي.
 
 پته: د سلام مخابراتي شبکې څانګه، اتفاق مارکېټ، ۱۰مه او ۱۱مه شمېره دفتر، د خوګياڼیو ولسوالۍ ـ ننګرهار