د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق په موخه غونډه وشوه 

1405/8/17 09:01
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق په موخه غونډه وشوه 

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د غوره تطبیق په موخه، د ټاکل شویو کمېټو د کاري پلان د ارزونې ناسته ترسره شوه. 

په دغې غونډه کې چې اړوندو رئیسانو هم ګډون کړی و، په پیل کې د مختلفو کمېټو مسؤولینو د موضوعاتو اړوند کاري راپورونه وړاندې کړل او د ګډونوالو له لوري تر بحث لاندې ونیول شول.

ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یاد حکم د ښه او اغېزمن تطبیق پر اهمیت خبرې وکړې او د هغه عملي کول یې د امارتي شرکتونو د ټولو مسؤولینو او کارکوونکو مسؤولیت یاد کړ. 

همداراز ښاغلي بلال د امارتي شرکتوتو د پرمختګ او پراختیا لپاره د ممکنه لارو چارو پر ترسراوي ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د ګڼو موضوعاتو سربېره په ښارونو کې هېودوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه، د نویو او لوړ ماډل ملي بسونو د واردولو پر موضوع هر اړخیز بحثونه ترسره شول.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ د چارو د لا ښه والي په موخه د یو لړ موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې هم ترسره شوې.