د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/1/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت په پام کې لري چې د E-Sim (برېښنایي سیمکارټ) د خدمتونو د فعالولو پروژه، چې د داوطلبۍ شمېرې (AFTEL/1405/NCS-001/NCB) ده، په بیع بالتقسيط ډول سره په قرارداد ورکړي. غوښتونکي کولای شي د یادې پروژې د داوطلبۍ اسناد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له رسمي وېبپاڼې (mcit.gov.af)، د ملي تدارکاتو ریاست له وېبپاڼې (ageops.af) او د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت له وېبپاڼې (afghantelecom.af) څخه ترلاسه کړي او تر ۱۴۰۵/۰۲/۱۴ نېټې، دوشنبې ورځ پورې یاد امارتي شرکت ته وسپاري. یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي، له داوطلبۍ وړاندې غونډه او د آفر د تضمین اظهارلیک د پلي کېدو وړ نه دی. پته: د افغان ټېلې کام امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل