د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کانونو او پټرولیم وزارت ارشد مشاور د سرې او برېښنا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

1405/8/17 10:10
Mumtaz خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت ارشد مشاور د سرې او برېښنا امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت ارشد مشاور مولوي احمدجان د نفت او ګاز په برخه کې د تاتارستاني شرکت رئیس او مل پلاوي د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت له بېلابېلو برخو، تولیدي تأسیساتو، ماشینونو، تجهیزاتو او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پرمهال د سرې او برېښنا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له تاتارستاني متخصصینو سره د شرکت د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت، موجوده تأسیساتو او د بیارغونې اړوند موضوعاتو په اړه لومړني معلومات  شریک شول.

په پای کې یاد پلاوي د شرکت د بیارغونې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښودله او د سرې او بريښنا تولید امارتي شرکت له لوري هم ورته د بشپړې همکاری ډاډ ورکړل شو.