د برېښنايي تادیاتو په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره شو
د برېښنايي تادیاتو په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت د حسابپې شرکت په همکارۍ د برېښنايي تادیاتو د سیستم پېژندنې، ارزښت، ګڼو اسانتیاوو او کارونې په اړه د پوهاوي سیمینار ترسره کړ.
په دغه سیمینار کې د برېښنايي تادیاتو د سیستم، د پیسو لېږد او ترلاسه کولو، ګټو او ګڼو اسانتياوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې د یاد سیمینار موخه، د برېښنايي تادیاتو له اسانتیاوو سره د کارکوونکو بلدتیا، د مالي چارو د ترسره کولو بهیر چټکتیا او د تادیاتو په برخه کې د روڼتیا رامنځته کول و.