په کابل ولایت کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه
په کابل ولایت کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت له لوري د ډبرو سکرو د وېش لړۍ د پرانېستې مراسم د دغه شرکت د اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله حامد، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د انسجام او همغږۍ رئیس مولوي عبدالله عبید، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي محمد شفیق محمود، د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې د مسؤولینو، د ګذر وکیلانو او یو شمېر سیمهییزو مخورو په ګډون ترسره شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مولوي عبدالله عبید د دې پروسې موخه، ښاریانو لپاره په مناسبه بیه د ډبرو سکرو برابرول یاد کړل او د ژمي په موسم کې یې د اړتیا وړ سونتوکو ته د لاسرسي په برخه کې یو ښه فرصت وباله.
همداراز د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس وویل چې د دې پروسې موخه په مناسبه بیه د ډبرو سکرو وېش او پلور، په بازارونو کې د احتکار او انحصار مخنیوی او هېوادوالو ته د باکیفیته ډبرو سکرو چمتو کول دي.
ښاغلي حامد زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې د کابل ښار او د سړو سیمو اوسېدونکو له دې پروسې هرکلی کړی او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتنه کړې ده.
د یادو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د شپاړسمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور عمري دغه پروسه د ژمي په موسم کې د هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې یو نېک اقدام یاد کړ او د دغې پروسې د ښه تطبیق په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي عمري له خلکو وغوښتل، چې د ډبرو سکرو له کارولو او سوځېدنې وروسته په عامه ځایونو او سړکونو کې د پاتې شونو توکو او د ایرو له اچولو څخه ډډه وکړي او مناسبو ځایونو ته یې ولېږدوي.
په پای کې د شپاړسمې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا منشي حضرتالدین ځاځي یاده پروسه د ښاریانو لپاره یو لویه اسانتیا وبلله او د هغې د پیل په موخه یې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست له مسؤولینو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ به ډېر ژر د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل او هېوادوال به له دې پروسې څخه برخمن شي.