د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د کابل ابو علي ابنسینا طبي زدکړو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته، د اړتیا وړ ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، شین چای، تور چای، بوره، وچې شیدې، دال، لوبیا، د رومیانو رُب، کورکمن، د دیګ مساله او زیره شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام، امارتي روغتونونو، د پوهنتونونو لیلیو، روزنتونونو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامدار ډول لېږدوي.