د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت د تړون د ورکړې خبرتیا!
د تړون د ورکړې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت په پام کې لري چې د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د ۲مې فقرې له مخې، د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ مالي کلونو د مالي صورتحسابونو د تفتیش او ارزونې تړون د ایکسپند په نوم بهرني تفتیشي شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (173853) ده او د کابل په درېیمه کارته کې موقعیت لري، د (۴۸۰،۰۰۰ څلور سوه اتیا زره) افغانیو په ټولیز ارزښت سره ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپلې نیوکې د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ کاري ورځو په موده کې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د افغان ګاز امارتي شرکت ته وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک په مانا نه ده؛ تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او قانوني پړاوونه بشپړ نه شي، تړون نه لاسلیک کېږي.
پته : د افغان ګاز امارتي شرکت، د افغان ترک د هلکانو لېسې ترڅنګ، د شبرغان–مزارشریف لویه لار، شبرغان ـ جوزجان