د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لیدنه وکړه

1405/8/18 12:48
Mumtaz خبرونه

د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحفیظ فریاد، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سوداګر او پانګوال ښاغلي پیټر سره د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه لیدنه ترسره کړه.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي پیټر، کندز ولایت ته د خپل سفر موخه د سپین‌ زر شرکت د پراختیایي، بنسټیزو او سوداګریزو پروژو ارزونه او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د امکاناتو پېژندنه وبلله؛ نوموړي وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي؛ کورني او بهرني پانګوال کولای شي له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
 
د سپین‌ زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحفیظ فریاد، د هېواد په اقتصادي وده، بیارغونه او بنسټیزو پروژو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او اوس د هېواد د اقتصادي ودې، عصري کولو او بیارغونې په موخه ګڼ فرصتونه موجود دي.
 
ښاغلي فریاد زیاته کړه، چې سپین‌ زر امارتي شرکت د هغو اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي طرحو او نوښتونو ملاتړ کوي، چې د ملي ګټو په خوندي کولو، د شرکت د فعالیتونو په پراختیا او د هېوادوالو د اقتصادي هوساینې په ښه‌والي کې اغېزمن رول لري. نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د ګډو همکاریو لپاره د لازمې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته د شرکت چمتووالی هم اعلان کړ.
 
د یادونې وړ ده چې د کندز سپین‌ زر امارتي شرکت د خپلو تولیدي چارو ترڅنګ د شمال ختیځ زون په کچه یو شمېر پراختیایي، بنسټیزې او سوداګریزې پروژې پلي کوي چې موخه یې  د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
 
#پراختیايي_زیربنايي_پروژې
#اقتصادي_همکاري_او_پانګونه
#بیارغونه_او_نوي_کول