د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کارکوونکو لپاره د کویک‌بوکس روزنیز پروګرام پیل شو

1405/8/19 10:41
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کارکوونکو لپاره د کویک‌بوکس روزنیز پروګرام پیل شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو، د مالي او حسابدارۍ مدیریت سیسټم د ښه‌والي او د اداري اجراآتو د چټکتیا په موخه، د ۲۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د کویک‌بوکس (QuickBooks) سافټویر په برخه کې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
 
د یاد پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړولو هرکلی وکړ او د معاصرو علومو او مهارتونو پر زدکړه یې ټینګار وکړ؛ ښاغلي کظیم څرګنده کړه چې د شرکت د چارو د ښه‌والي او پرمختګ لپاره اړینه ده، څو له نړیوالو علمي بدلونونو او ټکنالوژیکي پرمختګونو سره هم‌مهاله حرکت وکړو او خپلې مسلکي پوهې او مهارتونه نوي کړو.
 
ښاغلي کظیم زیاته کړه چې ټول کارکوونکي باید په خپلو اړوندو برخو کې له لازمې مسلکي پوهې او تخصص څخه برخمن وي او خپلې دندې د بشپړې رښتینولۍ، امانت‌دارۍ او مسؤولیت‌پذیرۍ له مخې ترسره کړي، څو خلکو ته خدمت، د کاري مسؤولیت ترڅنګ، د الهي رضایت د ترلاسه کولو وسیله هم وګرځي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز پروګرام درې ورځې دوام کوي او ګډونوال به په دې موده کې د کویک‌بوکس سافټویر له بېلابېلو برخو او په کاري چارو کې د هغه له عملي کارونې سره بلد شي.
 
#ظرفیت_لوړونه
#کویک_بوکس_سافټویر
#د_مالي_او_حسابدارۍ_مدیریت
#مسلکي_مهارت