د امارتي شرکتونو د څارنې پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو د څارنې پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څارنې پلاوي ناسته کې، د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر آخند، د افغانستان بانک عمومي رئیس ملا نور احمد آغا او د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي معین مولوي محمودشاه زاهد ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا او تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم د غوره تطبیق پر موضوع هر اړخیز بحث ترسره شو.
همداراز د افغانستان برېښنا، د غوښې او لبنیاتو برابرولو، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو، د آریانا افغان، ملي بس، افغان تور او افغان ټېلې کام امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
په پای کې پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو د بحث سربېره یو لړ پرېکړې هم ترسره شوې.