د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ارزاقو امارتي شرکت پکتیا او بادغیس ولایت ته خوراکي توکي ولېږدول

1405/8/19 14:26
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو امارتي شرکت پکتیا او بادغیس ولایت ته خوراکي توکي ولېږدول
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، د پکتیا ولایت عبدالله بن مبارک دیني جامعې ته ۱۴ قلمه او د بادغیس ولایت پوهنتون استادانو لپاره ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
 
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې، وریجې، غوړي، لوبیا، خام نخود، د خوړو مالګه، بوره، شین چای، د چای هېل، زیره، د قورمې مساله، کورکمن، د دیګ مساله، رنګ شیرین او رب شامل دي.
 
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د ولایتي مدیرانو له لوري په دوامداره توګه ارزول کېږي.
 
#خوراکي_توکي
#معاینه_او_څارنه
#لېږد_او_وېش