د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له روانو چارو لیدنه وکړه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د تولیدي او تخنیکي ریاست له روانو چارو لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي د دغه شرکت د تولیدي او تخنیکي ریاست د رنګمالۍ له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د کارونو د بهیر، کیفیت او څرنګوالي په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د دې لیدنې پر مهال ښاغلي فضلي، دکارکوونکو هڅې وستایلې او د کاري نظم رامنځته کولو او دندو ته د ژمنتیا په هکله یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول کارکوونکي باید خپلې دندې په اخلاص، صداقت او مسؤولیت پېژندنې سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه لیدنه د کاري چاپېریال د ښه والي، د ادارې د فزیکي برخو د ساتنې او د کارکوونکو د هڅونې او څارنې په موخه ترسره شوه.
#بیارغونه
#د_کارکوونکو_هڅونه
#د_کار_کیفیت