د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/8/20 11:58
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت په پام کې لري چې د کابل سپین‌زر هوټل آمریت اړوند ۹ بابه هټۍ د مزایدې له لارې په کرایه ورکړي.
 
له همدې امله، ټول حقیقي او حکمي اشخاص او همدارنګه هغه شرکتونه چې د یادو هټیو په مزایده کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته د (۱۰) کاري ورځو په ترڅ کې له خپلو غوښتنلیکونو سره د کابل سپین‌زر هوټل آمریت ته مراجعه وکړي او د مزایدې شرطپاڼه ترلاسه کړي.
 
یادونه: تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم په نغدي بڼه اخیستل کېږي.
 
پته: د کابل سپین‌زر هوټل آمریت، ده افغانان، پل باغ عمومي – کابل