د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر عليرضا بیکدلي سره لیدنه او خبرې وکړې .
دغه لیدنه ایران ته د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د وروستي سفر پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او له ایراني چارواکو سره د ترسره شویو بحثونو د عملي کولو د لارو چارو ارزونې په موخه ترسره شوه.
ښاغلي بیکدلي ایران ته د مولوي احمدجان بلال وروستی سفر اغېزناک او مثبت یاد کړ او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب او پر عملي پیل ټینګار وکړ.
نوموړي له اسلامي امارت سره د یاد هېواد د همکاریو پراختیا ته په اشارې سره وویل چې دغه هېواد چمتو دی ترڅو د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او صادراتو، د تصفیه خونو جوړولو، کرنې، اوبو او برېښنا په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې، مولوي احمدجان بلال په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی ترڅو د انرژۍ د سرچینو د اکتشاف او استخراج، کرنې، د صنعت پراختیا او نورو اقتصادي برخو کې له ایران سره ګډې همکارۍ ولري او عملي ګامونه پورته کړي.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ایران هېواد ته خپل وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک او اغېزناک یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست به له ایراني لوري سره په همغږۍ د یاد سفر پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو لپاره هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یوه پلاوي په ملتیا ایران ته سفر کړی و او د دغه سفر په ترڅ کې یې له یو شمېر ایراني چارواکو او مسؤولینو سره د اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د امارتي شرکتونو په برخه کې، لیدنې او خبرې کړې وې.