د امارتي شرکتونو لوي ریاست

سږ کال به شاوخوا ۱۶۵ زره لیټره د زیتون تېل تولید شي

1405/8/20 12:03
Mumtaz خبرونه

سږ کال به شاوخوا ۱۶۵ زره لیټره د زیتون تېل تولید شي
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند څلورګونو فارمونو د زیتون له حاصلاتو څخه به سږ کال د اټکل له مخې، ۱۶۵ زره لیټره د زیتون تېل او ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید شي.
 
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د زیتون په بڼونو کې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د باغونو ښه مدیریت، سالمه ساتنه او د اړوندو اګروتخنیکي فعالیتونو ترسره کول ښودل شوي، چې ورسره به د زیتون د حاصلاتو د پروسېس بهیر لا پراخ او د تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي.
 
د یادونې وړ ده چې ياد تولیدات به د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو، د وطني تولیداتو په وده او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.