د امارتي شرکتونو لوي ریاست

بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه په ۵۰ سلنه سبسایډۍ وېشل کېږي

1405/8/20 12:05
Mumtaz خبرونه

بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه په ۵۰ سلنه سبسایډۍ وېشل کېږي
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شویو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ، د واچر سیستم له لارې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه په ۵۰ سلنه سبسایډۍ وېشل کېږي.
 
د دې پروګرام له مخې، د اصلاح شویو تخمونو نیمایي لګښت بزګران او پاتې نیمایي یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره ورکوي.
 
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت د تخمونو د کیفیت لوړولو، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
 
#اصلاح_شوي_تخمونه
#لوړ_حاصل
#پیاوړې_بزګري_او_د_خوړو_خوندیتوب