د ننګرهار او بغلان ولایتونو د غنمو کروندې وارزول شوې
د ننګرهار او بغلان ولایتونو د غنمو کروندې وارزول شوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت تخنیکي او مسلکي مسؤولینو، د تصدیق له کارکوونکو سره په همغږۍ د ننګرهار او بغلان ولایتونو د قراردادي بزګرانو د اصلاح شویو غنمو کرنیزې ساحې وارزولې او د باکیفیته تخمونو د ترلاسه کولو په موخه یې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د کرنیزو ساحو د تفتیش بهیر د تخمونو تصدیق په سیستم کې یو له اساسي پړاوونو څخه دی، چې د کیفیت تضمین، د تولید شویو تخمونو اعتبار او د کرنیزو حاصلاتو د کچې په لوړولو کې مهم رول لري.
د تخمونو د تصدیق موخه د تخم کیفیت ساتل او بزګرانو ته د لوړ کیفیت لرونکو تخمونو او د تکثیري موادو برابرولو سربېره په هېواد کې د کرنیزو تخمونو د کیفیت او لوړې ورایټي ساتل دي.