د افغان پُست امارتي شرکت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د افغان پُست امارتي شرکت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د ټولو امارتي ادارو د چارو د ډیجیټلي کولو په لړ کې، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د خپلو اداري او عملیاتي چارو د عصري کولو په موخه له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د څلورو ډیجیټلي سیستمونو د جوړولو په تړاو څلور بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې به د عملیاتي او مالي چارو، آنلاین سوداګرۍ، تحویل خانې (ګدام دارۍ) او بشري سرچینو د مدیریت سیستمونه جوړ او پلي کېږي.
اوس مهال د عملیاتي او مالي چارو او تحویل خانې د مدیریت له نویو جوړو شویو سیستمونو څخه په اداري چارو کې ګټه اخیستل کېږي، چې ورسره ورځنۍ چارې آسانه او منظمې شوې دي؛ همدارنګه د آنلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو د مدیریت سیستمونو عملي چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیستمونو په بشپړ پلي کېدو سره به کاغذي پروسې ډیجیټلي، اداري چارې چټکې او د معلوماتو مدیریت معیاري شي.