هرات کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
هرات کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
هرات ولایت کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو درې ورځني نندارتون کې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دغه نندارتون کې یاد امارتي شرکت خپل بېلابېل تولیدات، چې د زیتون تېل، د زیتون اچار او د نجارۍ فابریکې تولید شوي توکي پکې شامل دي، د نندارې او پلور په موخه وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د ۱۰۰ غرفو له لارې بېلابېل کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي، چې اساسي موخه یې د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول، د تولیداتو د پلور کچه لوړول او د بهرنیو پانګوالو راجلبول دي.