د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید او تأسیساتو جوړولو تړونونه لاسلیک شول

1405/8/20 12:10
Mumtaz خبرونه

د ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید او تأسیساتو جوړولو تړونونه لاسلیک شول

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت، ملي بانک او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید، لېږد مزو غځولو او تأسیساتو جوړولو ۱۰ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول. 

د مراسمو په پیل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، په کور دننه د هېواد برېښنا تولید او تاسیساتو جوړولو پروژو چټکتیا وستایله او د برېښنا په برخه کې یې تولیدي سرچینې، د هېواد ځان بسیاینې لپاره مهمې یادې کړې.

همداراز د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال په خپله وینا کې وویل چې اقتصادي خپلواکي، د صنعت پرمختګ او د ولس سوکالي په مستقیم ډول د انرژۍ له سکټور سره تړلې ده.

ښاغلي بلال زیاته کړه چې نن د داسې یو تاریخي او برخلیک ټاکونکي ګام شاهدان یو چې افغانستان د انرژي له وارېدوونکي هېواد څخه، پر ځان بسیا هېواد باندې بدلوي.

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس وویل چې زموږ هېواد د لمریزې انرژۍ لپاره خورا غوره اقلیمي شرایط لري او له دغې طبیعي سرچینې څخه استفاده کول، له اقتصادي اړخه ارزانه او هم د چاپېریال ساتنې لپاره بهتره ده.

ورپسې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د برېښنا انرژۍ پراختیايي پروژې اقتصادي، صنعتي او کرنیزو برخو کې پرمختګونو لپاره مهم لومړني بنسټونه یاد کړل، چې په وینا یې راتلونکې کې به د دغو پراختیايي پروژو بهیر، لا چټک شي. 

د مراسمو په ترڅ کې د افغان ملي بانک رئیس ډاکټر شاکر جلالي څرګنده کړه، چې هېواد کې بانکونه د مالي خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، د پراختیايي پروژو په تمویل او پلي کېدو کې د پام وړ رول لوبوي. 

د یادونې وړ ده چې له دې سترو پروژو ۴ مهمې يې پروان، بلخ، کندز او هلمند کې د لمریزې برېښنا تولید دستګاوو جوړول دي چې ټولیز تولیدي ظرفیت یې ۱۰۰ مېګاواټو ته رسېږي؛ بلخ، سمنګان، کابل او غزني ولايتونو کې شپږ نورې پروژې د برېښنا انرژۍ لېږد، برېښنا سب سټېشنونو جوړول او د شبکې ظرفيت لوړول دي. 

دا پروژې چې نږدې ۲۰ کاري میاشتو کې به بشپړې شي د پلي کېدو پر مهال به یې شاوخوا  ۷۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي.