آریانا د مزارشریف او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي
آریانا د مزارشریف او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي
د امارتي شرکتونو عمومي رياست د آریانا افغان هوايي شرکت سبا پنجشنبه د لړم میاشتې په ۲۱مه نېټه، له مزارشريف ښار څخه د ترکیې استانبول ښار ته لومړنۍ مستقیمې الوتنې پیلوي، چې د يو طرفه ټکټ بيه يې ۴۸۰ امريکايي ډالره ټاکل شوې ده.
د یادو الوتنو په پیل سره به د تګ-راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر شي او مسافرين به وکولای شي په اسانه، چټکه او له غیر ضروري تمځایونو پرته خپل سفر ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې مسافرين کولای شي د ياد مسير ټکټونه د آريانا له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سياحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آريانا کاونټرونو څخه ترلاسه کړي.