د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

1405/8/21 09:50
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت له روانو چارو، فعالیتونو او کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
 
د دغې لیدنې پرمهال د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس احمد فردین ضیایي د مطبعې د وروستیو لاسته راوړنو، چاپي ماشینونو، تخنیکي وسایلو، هنګرونو او نورو اړوندو برخو په اړه معلومات شریک کړل او د شرکت د کاري بهیر د لا ښه‌والي لپاره یې د شته امکاناتو د بیارغونې او نورو اړینو تخنیکي وسایلو د پېر غوښتنه وکړه.
 
د لیدنې په ترڅ کې، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د آزادۍ مطبعې روان فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د شرکت مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه شرکت د چارو د لا پیاوړتیا، پراختیا او کاري ظرفیت لوړولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
 
همداراز ښاغلي بلال د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د هنګرونو د بیارغونې او د اړینو تخنیکي وسایلو د پېرلو په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د یادونې وړ ده چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست رهبري د خپلو اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونې، د تولیدي ظرفیت لوړولو او د ستونزو حل لپاره، په دوامداره شکل لیدنې ترسره کوي.