د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت یو باب هنګر، چې ۳۰۰ متره مربع مساحت او د کابل ښار د سرای شمالي په سیمه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې د ۳ کلونو لپاره په کرایه ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یاد ملکیت د کرایه کولو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۹ کاري ورځو په موده کې د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست ته مراجعه وکړي.
یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
پته: د افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، د شهرنو د ګلفروشۍ کوڅه – کابل