د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د مزایدې خبرتیا!

1405/8/21 09:53
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت یوه جریب (۲۰۰۰متره مربع) تشه ځمکه، چې د باغ شرکت په سیمه کې موقعیت لري، په میاشتني ډول د (۳۰۰۰۰ دېرش زره) افغانیو په بدل کې د درېیو کلونو لپاره د هاشم ظاهر عمري سوداګریز او تولیدي صنعتي شرکت ته په اجاره ورکړي.
 
ټول اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټور چې د یادې ځمکې په لوړه بیه د کرایې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۸ ورځو په موده کې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
 
غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه ترلاسه کړي او د ۱۴۰۵/۰۹/۲ نېټه، د دوشنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
 
یادونه: تضمین د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو قانون د ۱۷مې مادې له مخې، (۳۶۰۰۰۰ درې لکه او شپېته زره) افغانۍ په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل