د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزار هوټل د ودانۍ رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي
1405/1/20 00:00
Mumtaz خبرونه
د مزار هوټل د ودانۍ رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت اړوند د مزار هوټل د ودانۍ په لومړي پوړ کې د درملو هټۍ او په دویم پوړ کې د صرافانو او سوداګریزو شرکتونو هټۍ شتون لري، چې د سوداګریزې برخې رغنیزې چارې یې بشپړې شوي او همدارنګه د هوټل چارې یې ۹۵ سلنه مخ ته تللي دي. یاد هوټل د ډیزاین او جوړښت له پلوه په نړیوالو معیارونو سمبال دی، چې د درې ستوریزه رسټورانټ، ۲۴ ساعته برېښنا، لفټ، چټک انټرنېټ او د VIP خونو درلودونکی دی. د مزار هوټل یاده سوداګریزه ودانۍ، په پنځو پوړونو کې طرحه شوې چې د موټرو پراخ تمځای، سوداګریزه ساحه او شنه ساحه لري.