د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د تړون د ورکړې خبرتیا!
1405/1/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د تړون د ورکړې خبرتیا!

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د تدراکاتو قانون د ۴۳مې مادې له دویمې فقرې سره سم په پام کې لري، چې د هېواد په ۷ زونونو کې د سلام شبکې د خبرتیاوو نشر لپاره د تبلیغاتي بلبوردونو د کرایې نیونې پروژه، په ۱۶۶۳۱۲۰۰ افغانیو بیې سره د ډیلایټ تبلیغاتي او تابلو جوړونې شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-23003 ده، ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې هر ډول نیوکه لري کولای شي خپلې نیوکې سره له دلایلو په لیکلې بڼه د نشر له نېټې تر ۶ کاري ورځو پورې، د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست ته وړاندې کړي. یادونه: دغه خبرتیا د تړون د ورکړې په مانا نه ده؛ تر څو چې ټاکلی وخت او قانوني مرحلې بشپړې نه شي، تړون نه ترسره کېږي. پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل