د افغانستان او تاجکستان د برېښنا انرژۍ سکتور مسئولينو ترمنځ ناسته وشوه
د افغانستان او تاجکستان د برېښنا انرژۍ سکتور مسئولينو ترمنځ ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د تاجکستان د انرژۍ له وزیر، دلیر جمعه سره د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په تړاو انلاین ناسته وکړه.
ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په افغانستان کې د دې مهمې پروژې د چارو پرمختګونو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې او زياته یې کړه، چې له قراردادي شرکتونو سره د احتمالي ستونزو د حل لپاره هڅې تر بل هر وخت ګړندۍ شوي، څو دا مهمه پروژه له ټاکلي وخت سره سمه بشپړه شي.
په ورته مهال، د تاجکستان د انرژۍ وزیر، دلیر جمعه د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د ستراتیژیک اهمیت يادونه وکړه او زياته یې کړه، چې هېواد یې د دې مهمې پروژې چارو د چټکتیا لپاره د تخنیکي همغږۍ، دوامداره اړیکو او ګډو هڅو ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده، چې ناسته کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي پلاوو هم ګډون درلود، چې د پروژې اړوند تخنیکي موضوعاتو، عملي پرمختګونو او شته ننګونو په اړه یې مفصل بحث او د نظرونو تبادله وکړه.