د مزارشریف د سرې او برېښنا له امارتي شرکت څخه د امارتي شرکتونو د لوی رئیس لیدنه
د مزارشریف د سرې او برېښنا له امارتي شرکت څخه د امارتي شرکتونو د لوی رئیس لیدنه
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي په بلخ ولایت کې د مزارشریف د سرې او برېښنا امارتي شرکت له روانو چارو او تولیدي برخې څخه لیدنه وکړه.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د یاد امارتي شرکت له کارکوونکو سره د ناستې پر مهال وویل چې مسؤولیت امتیاز نه، بلکې یو امانت دی، چې په ترسره کولو کې یې باید حساس واوسو.
ښاغلي بلال زیاته کړه چې په افغانستان کې صنعتي سکټور د تېرو جګړو له امله له رکود سره مخ شوی و، خو د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته فابریکې بیا ورغول شوې او د تولید بهیر یې پیل شو.
د لیدنې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، په بېلابېلو صنعتي برخو کې تولیدي فابریکې د هېواد د آبادۍ او اقتصادي ودې اساسي بنسټونه وبلل او زیاته یې کړه چې د دې بنسټونو پیاوړتیا ته باید جدي پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د مزارشریف د سرې او برېښنا امارتي شرکت د برېښنا، کیمیاوي سرې او آکسیجن د تولید په برخه کې فعالیت ترسره کوي.