د البدر قول اردو د معدني اوبو تصفیه خونه بیا ځلې فعالېږي
د البدر قول اردو د معدني اوبو تصفیه خونه بیا ځلې فعالېږي
نېټه: پنجشنبه / ۲۵ / رجب المرجب / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم چې د فاضلابو د چارو د تنظیم رئیس انجینیر فایقالله جمال او د کندهار زون د اوبو رسولو رئیس ملا پادشاه یوسف یې ملتیا کوله، د البدر قول اردو د معدني اوبو د تولید له تصفیه خونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د زیانمنو شویو برخو، تخنیکي ستونزو او د دې مرکز د بیا فعالولو لپاره د تخنیکي او لوژستیکي اړتیاوو تر ارزونې وروسته څرګنده کړه چې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت به د دې تصفیه خونې د بیا فعالولو په موخه له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي او ستونزې به یې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ په بېړني ډول هوارې شي.
د دغه سفر په ترڅ کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس او ورسره مل پلاوي د کندهار له والي، الحاج ملا شیرین اخند سره ولیدل او د اوبو رسولو د خدمتونو د کمیت او کیفیت، د فاضلابو د چارو د مدیریت په اړه یې د ولایت له مشرتابه سره خبرې وکړې.
د کندهار ولایت والي الحاج ملا شیرین اخند، د دې ولایت په کچه د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت فعالیتونه د پام وړ وبلل او د لا زیاتې همکارۍ په ژمنې سره یې د اوبو رسولو د شبکو پر پراختیا او د فاضلابو د چارو پر منظم مدیریت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، له کندهار زون څخه د رسمي سفر په لړ کې، د زابل ولایت د ترمیم شوې ودانۍ او د اوبو رسولو د پروژو د تطبیق له بهیر څخه هم لیدنه وکړه او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.