د امارتي شرکتونو لوی ریاست تخنیکي کمېټې ناسته وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې د غړو، متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو استازو په ګډون، د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د آریانا افغان، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو، افغان ګاز، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې، هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو د تولید، استراس، افغان ملي بیمې او د ابن سینا فارمسي امارتي شرکتونو په مالي، سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو باندې خبرې وشوې.
همداراز د ملي بس امارتي شرکت پر اړوند موضوع او د افغان پُست امارتي شرکت د ۸ قلمه پُستي خدماتو تجهیز د پېرلو پر موضوع نظریات تبادله شول.
د تخنیکي کمېټې ناسته پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو تر بحث وروسته، په دعایې سره پای ته ورسېده.